غزني کې د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه له یو شمېر سیمو لیدنه وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۵۹
انځور

۱۴۴۵/۱۱/۶

د کور او ښار جوړولو وزارت هېچاته اجازه نه ورکوي چې د پلان خلاف ودانیزې او رغنیزې چارې سرته ورسوي.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د ریاست اړوند تخنیکي ټیم یې د غزني ښار په بېلا بېلو سیمو کې د یو شمېر نویو جوړېدونکو ودانیو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.

ښاغلي متقي وویل، د غزني ښار په دویم او درېیم پلان کې د یو سوداګریز مارکېټ او دوه هستوګنیزو نمرو له چارو څارنه وشوه او د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د ملکیت مالکینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د ښاري تخلفاتو مخنیوي په موخه د ښارونو له بېلا بېلو ځایونو لیدنه او څارنه کوي، ترڅو ښاري وده او پراختیا د نقشې او پلان مطابق ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۲:۴۱
Background image

د ننګرهار د کور او ښار جوړولو ریاست لپاره نوی رئیس وګمارل شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۷
د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست کې  د اداري چارو د لا پیاوړتیا او د کارونو د لا منظم پرمخ بیولو او په ځانګړې توګه د مهاجرینو د ښار ګوټو د چارو د چټک پرمخ بیولو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۸
Background image

په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوۍ کې د موټرو د تمځای جوړولو موضوع وڅېړل شوه

۱۶/۱۱/۱۴۴۷

 په کابل ښار کې د څو پوړیزو ودانیو په تهکوي کې د موټرو د تمځای د جوړولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه د یوې کمېټې غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۶
Background image

د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د سرغړونو وضعیت وارزول شو

۱۴۴۷/۱۱/۱۶

د میدان وردګ ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري د کوچيانو او اداري اصلاحاتو ښارګوټو کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او ارزونې په موخه نظارتي څارنه ترسره شوه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت