د نوي کابل ښار د لومړي فاز له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۶
.

۱۴۴۵/۱۰/۲۵

د نوي کابل ښار ستره ملي پروژه چې د اوسني کابل ښار بدیل او په (۳۷۰۰۰۰) درې سوه اویا زره جریبه ځمکه کې جوړېږي، عملي چارې یې پیل دي.

یاده پروژه چې د درې میلیون وګړو لپاره ډیزاین شوې، دمګړۍ یې ودانیزې چارې د لومړي فاز په (ب) برخه کې روانې دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست محترم رئیس انجنیر اقبال میرزاده وایي، مسؤلینو یې په لومړي فاز کې د (ب) برخې له ودانیزو چارو څارنه وکړه، تر څو چارې معیاري او پلان سره سمې پر مخ لاړې شي.

د یاد ریاست مسؤلین وایي، اوسمهال په (ب) برخه کې د ساحوي دفترونو، ځمکې هوارولو، د ځینو برخو ډکولو، د فرعي سړکونو څخه د موانعو لیرې کولو، د سړک په غاړو کې د ګلدان چارې او دغه راز پر دوه بابه تعمیرونو کار روان دی.

د نوي کابل ښار د پراختیا ریاست انجنیري ټیم، د ودانیزو چارو پر مخ بیولو برخه کې د خاور ساختماني شرکت مسؤلینو او کار کوونکو ته لازمې او اړینې لارښوونې کړې دي.

د نوي کابل ښار ماسټر پلان، ډیزاین او تولې نقشې په نړیواله کچه ترتیب شوي او د کور او ښار جوړولو وزارت هوډ لري چې یاد ښار د ماسټر پلان مطابق په نړیوالو معیارونو برابر سرته ورسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت