په نوي کابل ښار کې پر پانګونې خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۲:۱۶
picture

۱۴۴۵/۸/۲۵

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې د د افغانستان لپاره د المان پارلمان د څار د پخواني سلاکار او د GIZ نړیوالې برخې پخوانی رئیس پروفیسور هنس دوبه سره د کورونو او اوبو رسولو برخه کې پر پانګونې خبرې وکړې.

راغلي پلاوي، د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سره په ناسته کې وویل، لیوالتیا لري، چې د کابل په نوي ښار کې د هستوګنې کورونو او د اوبو رسولو په برخه کې پانګونه وکړي.

په ناسته کې د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر، د المان هېواد پانګوالو ته په نوي کابل ښآر کې د پانګونې په اړه معلومات ورکړل او ډاډ یې ورکړ، چې د کور او ښار جوړولو وزارت ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کورونو او ښارګوټو د جوړولو په برخه کې د پانګونې پوره اساتیاوې برابرې کړي دي.

د یادولو وړ ده، چې په دې وروستیو کې د ګڼو کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرني پانګوال هم لیوالتیا لري چې په نوي کابل ښار کې د هستوګنې د کورونو په برخه کې پانګونه وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

د خاص ارزګان ولسوالۍ لپاره د اړتیا وړ ځایونو ډیزاین ترسره شو

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

ارزګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د دغه ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۳:۴۹
Background image

غزني ښار کې د پنځو بېلا بېلو سړکونو د توپوګرافي سروې چارې پای ته ورسیدې

۱۴۴۵/۱۲/۲۶

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، له پلازمېنې کابل څخه راغلي محترم تخنیکي ټیم، د غزني محترمې ښاروالۍ او د دغه ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۲ - ۱۴:۳۱
Background image

د ارزوګان ولایت په خیروکاریز سیمه کې د اصلاحي پلان د تطبیق عملي چارې پیل شوې

۱۴۴۵/۱۲/۲۵

د ارزوکان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا روح الله ابو احمد وایي، د ارزګان ولایت د محترم ښاروال عبدالرشید هدایت الله په شتون کې یې د خیرو کاریز د اصلاحي پلان. . .

BACK TO NEWS