وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه د خالي بستونه ازموینه واخیستل شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۹:۵۳
picture

۱۴۴۵/۷/۳۰

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي، وړ کسانو ته د کار سپارلو په موخه یې د دې ریاست اړوند پنځه خالي بستونو لپاره د شارټ لیست یا غوره شوو کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه.

مولوي نور ولي بلال متقي وایي، پنځه خالي بستونه یې د اداري اصلاحاتو ملي ادارې په همکارۍ د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي وو، چې اوس یې ازمیونه واخیستل شوه، تر څو وړ او مسلکي کسانو ته کار وسپارل شي او د یوې ښې راتلونکې لپاره لاس په کار شي.

نوموړی وایي، ازموینه د اداري اصلاحاتو ملي اداري د استازو په شتون کې واخیستل شوه، چې بشپړ شفافیت په کې و.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ازادو سیالیو له لارې په مرکز او ولایتونو کې وړ او مسلکي کسان په کار ګماري

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲
Background image

د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوندو تخنیکي ټيم د اقچې ولسوالۍ د ښاروالۍ اړوند د مېوې مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۴
Background image

د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۵۸
Background image

د نیله باغ د سترې استوګنیزې پروژې د چټک بشپړېدو پر اړتیا ټینګار وشو

۱۴۴۸/۲/۱۴

د کور او ښار جوړولو محترم وزیر مولوي الحاج نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د چین هېواد له محترم سفیر ژائو شینګ او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د چین هېواد سفی. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت