د ګرشک ولسوالۍ د عمومي سړک د بیا رغونې چارې وڅارل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۱۴:۲۰
picture

۱۴۴۵/۷/۲۰

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نیک محمد وايي، چې د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ګرشک ولسوالۍ د عمومي سړک د بیا رغونې له چارو څارنه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د ګرشک ولسوالۍ د عمومي سړک پلچکونه او د سړک تخریب شوې ساحې بیرته رغول کیږي، چې د دوی تخنیکي او انجنیري ټیم د دې کارونو له کیفیت څخه څارنه وکړه.

په دې څارنه کې قراردادي شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه، تر څو د دې پروژې چارې د شرطپاڼې مطابق د انجنیري اصولو سره برابر مخته یوسي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مرکزي او ولایتي انجینران د دولتي پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو کارونه په معیار برابر او په ښه کیفیت سره تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۱:۲۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۳۷
Background image

د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار تخنیکي ارزونه او د فعالیتونو کیفیت وڅېړل شو

۱۴۴۸/۱/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د لابراتوار ریاست تخنیکي کمېټې د ودانیزو توکو د «میزان اعتماد» لابراتوار له تخنیکي او مسلکي فعالیتونو څخه هر اړخیزه ارزونه او تخنیکي څارنه ترسره کړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت