کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ختمولو په موخه ناسته وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۵:۳۱
..

۱۴۴۵/۷/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ، کابل کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ختمولو او د ترانسپورتي ترمینلونو جوړولو په پار ناسته وشوه.

دغه ناسته د ا.ا.ا د محترمې کابینې د ۱۴۴۵/۵/۲۰ نېټې د لسمې ګڼې مصوبې د درېیم بند د عملي کېدا په موخه ترسره شوه، چې په کې د ترانسپورت او هوايي چلند محترم وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي محترم معینیت او د کابل محترمې ښاروالۍ استازو هم ګډون کړی وو.

موخه دا وه، چې څنګه کېدای شي کابل ښار کې اوسنۍ ګڼه ګوڼه ختمه او د کابل په څلورو دروازو کې ترانسپورتي ترمینلونه جوړ شي.

یاد ترمینلونه، د کابل ولایت په خاک جبار ولسوالۍ، استالف، چهاراسیاب او د پغمان په ارغندۍ کې جوړېږي، چې ټولې اسانتیاوې او د ژوند اړتیاوې په کې په پام کې نیول شوي دي.

د ښاغلي حمدالله نعماني په مشرۍ ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت به د څلور واړو ترمینلونو سابقه تائید شوي اسناد د کور او ښار جوړولو وزارت ته را استوي او دغه راز به پورته ذکر شوې کمېټه د ترمینلونو له ساحې لیدنه کوي، چې اوسني وضعیت یې په څه ډول دی.

تر هر اړخیزو اسنادو او لیدنو وروسته به یاده کمېټه په دې اړوند خپلې موندنې او کاري راپور د ا.ا.ا محترمې کابینې ته وړاندې کوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۴:۵۷
Background image

د لوګر پوهنتون د خوړنځای او غونډو تالار جوړېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴۴۸/۱/۱۲

د لوګر پوهنتون په داخل کې د خوړنځای او د غونډو تالار د جوړولو چارې بشپړې او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یادو ودانیزو چارو نقشې د کور او ښار جوړولو وزارت د لوګر ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار او شکردرې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د صنعتي فعالیتونو له وضعیت څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو موظفو ټیمونو د کابل ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د بغلان د ډنډغوري ولسوالۍ د مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۸/۱/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اس ریاست تخنیکي ټیم د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ اړوند د مهاجرینو ښارګوټي د پراختیایي ساحې د دویمې برخې د توپوګرافي سروې چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت