د کور او ښار جوړولو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د علمي او تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۲:۲۴
picture

۱۴۴۵/۵/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د افغانستان د نوښتونو او ابتکاراتو د لومړنۍ پرانستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د مسلکي او تخنیکي زده کړو ادارې سره د علمي او تخنیکي ګډو همکاریو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.

یاد هوکړه لیک د علمي او تخنیکي ګډو هڅو په پار لاسلیک شو، تر څو په کور او ښار جوړولو وزارت کې په مسلکي برخو کې د دولتي امکاناتو څخه د عملي زده کړو لپاره په بېلا بېلو برخو کې ګټه پورته شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د مسلکي زده کړو او عمومي تعلیم په تړاو مهمې او با ارزښته خبرې وکړې او زیاته یې کړه، علم او پوهه د الله ج لخوا بنده ګانو ته یو ستر نعمت او وسیله ده، چې باید ټول زده کوونکي او محصلین علم او زده کړې د پیسو ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې بشري ټولنې ته د خدمت کولو او د الله رضا ترلاسه کولو په موخه ترسره کړي.

دغه راز نوموړي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د کور او ښار جوړولو وزارت د هوکړه لیک لاسلیک یو ښه ګام یاد کړ.

د یاد نندارتون په پرانستې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د یادې ادارې د کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین د غښتلو او نوښت ګرو ځوانانو ملاتړي دي.

د مراسمو په پای کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر د ا.ا.ا د نورو مشرانو او مسؤلینو سره د افغانستان د نوښتونو او ابتکاراتو له نندارتون څخه لیدنه وکړه او د باثباته او پرمختللي افغانستان د رامنځته کولو په پار یې له نوښتګر ځوانانو ملاتړ وکړ او د لا زیاتو هڅو او نوښتونو رامنځته کولو په موخه یې وهڅول.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵
Background image

په کابل کې د سره میاشت ښارګوټي له غیرمجازو ودانیزو چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۴۲
Background image

د سیرت النبي ﷺ د لومړۍ برخې له تدریس وروسته له کارکوونکو ازموینه واخیستل شوه

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د دعوت او ارشاد محترم ریاست د کلني پلان له مخې او د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد د محترم عمومي ریاست د کتبي هدایت پر بنسټ، د وزارت ټولو مرکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري، د نوي کابل ښار د لومړي فاز د ۲.۱ برخې تفصیلي پلان منظور شو.

د دغه پلان د منظورۍ چارې د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت