له دې وروسته د نوې تګلارې پر اساس د ساختمان او مسکن نقشې او ښاري پلانونه ویزه کېږي

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۳ - ۱۴:۵۶
picture

۱۴۴۵/۰۴/۰۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښار چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د نقشو ویزه کولو د ښاري چارو کمېسیون ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، له دې وروسته به هغې نوې تګلارې پر اساس ساختماني او د مسکن نقشې او ښاري پلانونه ویزه کېږي، چې د ګمارل شوې کمېټې له خوا جوړه شوې او د وزارت محترم مقام له خواتائید شوې ده.

د ښاري نقشو، مسکن او ساختمان نوې تګلاره په درې څپرکیو او ۱۷ مادو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصینو او انجنیرانو له خوا جوړه او د دغه وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني له خوایي منظور او تائید شوه.

دغه راز، په یاده ناسته کې د تطبیق کوونکو مراجعو له خوا د ښاري پلانونو د پلي کېدا پر څرنګوالي هم بحث وشو، چې د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، ټول ښاري پلانونه د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصینو او انجنیرانو له خوا د تخنیکي معیارونو او اصولو او د ښاري قوانینو په پام کې نیولو سره جوړېږي، چې په خبره یې د پلانونو تعدیل او د تغیرات راوستل په کې باید له قانون سره سم وي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت