د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا برخه کې د تګلارې پر جوړولو بحث وشو
۱۴۴۵/۰۳/۱۱
د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د دغه وزارت له یو شمېر رئیسانو او مسؤلینو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې خبرې وشوې، چې څنګه کېدای شي د یاد معینیت لپاره یوه روښانه تګلاره جوړه او عملي شي.
ښاغلي مولوي روح الله احمدي وویل، ویې روښانه تګلارې ته اړتیا ده، چې د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا معینیت لپاره لومړیتوبونه او اړتیاوې او د دغه معینیت د فعالیتونو چارې تعین کړي.
د ناستې ګډونوالو هر یو په نوبت سره خپل نظرونه او دلایل شریک کړل او د یوې روښانه پالیسۍ د جوړولو برخه کې یې اړتیاوې بیان کړې.
نوموړي زیاته کړه، جوړېدونکې تګلاره باید په ټوله معنا علمي، تخنیکي او د اسلامي اصولو او دودونو سره سم وي، چې په یاد معینیت کې شته ستونزې له منځه یوسي.
مولوي روح الله احمدي د یادې ناستې ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټولو ته یې مسؤلیت وسپاره چې د ویې جامع او مانع پالیسۍ لپاره لاس په کار شي.
دغه راز د ناستې په دوام د نوي کابل ښار د پراختیا څرنګوالي او پلان جوړولو په اړه هم خبرې وشوې او ټینګار وشو، چې ټولې چارې دې د پلان سره سمې په معیاري شکل پر مخ ولاړې شي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.