په سرپل ولایت کې د ښوونکو لپاره د ښار ګوټي د بنسټ ډبره کېښودل شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۲:۱۸
انځور

۱۴۴۵/۲/۱۶

په سرپل ولایت کې د ښوونکو لپاره د ښارګوټي د جوړیدو د عملي چارو پرانسته وشوه.

د پرانستې په دغه مراسمو کې د سرپل ولایت محترم والي الحاج محمد یعقوب (عبد الرحمن اکه)، د کور او ښار جوړولو محترم ريس داملامحمد نور (نورانی)، د یاد ولایت د پوهنې محترم ریس مولوی محمد (رحمانی)، د کرنې او مالدارۍ محترم رئیس الحاج قاري عبدالقادر (وحدت)، د یاد ولایت محترم ښاروال قاري معاذ (اطهر)، او د دې ولایت د نورو ریاستونو محترمو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

یاد ښارګوټی د سرپل ولایت په مرکز کې په (۱۵۰) جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې په کې (۳۰۱) هستوګنیز کورونه، معیاري سړکونه، روغتیايي کلینیک، ښوونځي، مسجدونه شریف د لوبو پارکونه او نور ټول امکانات په پام کې نیول شوي دي.

د یاد ښارګوټي نمرې او نورې چارې د پلان او نقشې مطابق په نښه شوې او د یاد ولایت د پوهنې محترم ریاست ته وسپارل شو.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت