په سرپل ولایت کې د اتفاق هستوګنیز ښار ګوټي د بنسټ ډبره کیښودل شوه
1445/2/11
د سرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ په قل قلعه کلي کې د دې ولایت د محترم والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه، د کور او ښار جوړولو محترم ريئس او په دې ولایت کې د نورو ادارو د محترم مسؤلینو په شتون کې د اتفاق ښارګوټي د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
اتفاق ښار ګوټی په (300) جریبه ځمکه کې د ټولو امکاناتو په شتون کې په معیاري ډول جوړیږي، په دې ښار ګوټي کې (600) هستوګنیز کورونه، (1200) سوداګریزې هټۍ، مسجد شریف، روغتیایي کلینیک، شنې سیمې، هستوکنیز بلاکونه، سړکونه او په معیاري ډول د زیربنا رغول شامل دي.
د سرپل محترم والي د دې ښار ګوټي د جوړولو طرحه یو مثبت ګام یاد کړ، زیاته یې کړه چې د ګوسفندي ولسوالۍ اوسیدونکي د ژوند کولو د مناسبو امکاناتو در لودل د دوی مسلم حق دی او دوی به د شته امکاناتو نه پوره ګټه پورته کړي ترڅو ولس ته غوره خدمات وړاندې کړي.
_____________________
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
WhatsApp:
https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh
Malgari:
https://www.malgari.com/?cache=1673066126#
YouTube channel:
Tel:
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/
نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.