د نوي کابل ښار د لومړي فاز د (ب) برخې د عملي چارو د پیل پرانسته وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۳۰ - ۹:۲۲
انځور

1445/01/30

د ا.ا.ا د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د نوي کابل ښار د لومړي فاز د (ب) برخې د عملي چارو د پیل پرانسته وشوه، چې په دغه مراسمو کې د ریاست الوزرا محترم مقام اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزرا محترم مقام ښاغلي اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې غړو ځینې وزیرانو ګډون کړی وو.

د دې سترې ملي پروژې د پرانستې په مراسمو کې ښاغلي ملا عبدالغني برادر وویل، په دې پروژه کې ټول عصري امکانات په نظر کې نیول شوي او د دې پروژې د چارو د پیل سره به ډیرو هېوادوالو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

محترم ملا عبدالغني برادر وویل، د دې پروژې چارې د خصوصي سکتور سره په ګډه مخته وړل کېږي چې د کار د پیل سره به کورنیو او بهرنیو پانکوالو ته د پانګونې او ګڼ شمېر خلکو ته د کار کولو زمینه برابره شي.

دغه راز نوموړي وویل، د ا.ا.ا رهبري دې ته ژمنه ده چې افغانستان د بیا رغونې او په ځان بسیاینې برخه کې د نورو هېوادونو سره سیال کړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزرا محترم اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کورني او بهرني پانګوال په افغانستان کې پانکونې ته وهڅول، او زیاته یې کړه، په نوي کابل ښار کې د هستوګنې، سوداګرۍ، صنعتي او کرنیزې سیمې شته چې د دې ښار په جوړیدو سره به په اوسني کابل ښار کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې او د چاپیریال ساتنې په برخه کې د پام وړ بدلون راشي.

په یادو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د نوي کابل ښار د پروژې پلان په تیر حکومت کې جوړ شوی و، چې د اداري فساد، د حقوقي او قانوني ځینې نورو ستونزو له امله د یادې پروژې چارې په ټپه ولاړې وې.

هغه وویل، د کور او ښار جوړولو وزارت د متخصصینو او رهبرۍ او د دغه راز د ا.ا.ا د رهبري په ملاتړ برلاسي شوو چې د دې لویې او ملي پروژې ټولې قانوني او حقوقي ستونزې حل کړو او دا دی نن یې د پرانستې شاهدان یوو.

ښاغلي نعماني وویل، د دې سترې ملي پروژې د چارو د پیل سره به په اففانستان کې په اقتصادي برخه کې لوی بدلون را شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا د معینیت محترم سرپرست مولوي روح الله احمدي، د دې پروژې په اړه بشپړ تخنیکي معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، نوی کابل ښار د کابل په شمال کې موقعیت لري، چې د ده سبز ولسوالۍ ټوله، همدارنګه د بګرام باریک اب، قره باغ ولسوالۍ، استالف، شکر دره، کلکان او ځینې نورې سیمې هم تر پوښښ لاندې راولي، چې د اوسني کابل ښار یونیم برابر لوی ښار به وي.

دغه ښار 740 کیلو متره مربع یا 370 زره جریبه ځمکه مساحت لري.

د دې پروژې د پرانستې په مراسمو کې د ا.ا.ا نورو لوړو پوړو چارواکو هم ویناوې وکړې او یاده پروژه یې یوه ستره ملي پروژه یاده کړه او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې وغوښتل چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او پانګوالو ته یي په ټول هېواد کې د هر ډول امنیت ډاډ ورکړ.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د نوي کابل ښار د اول فاز د (ب) برخې د چارو د پیل اجازه د خاور خصوصي شرکت ته ورکړه او تر منځ یې هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د شنې ساحې د غیرقانوني ودانیو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست  اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د عامه پوهاوي له آمریت سره په همغږۍ د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴۹
Background image

د لغمان ولایت د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو له ښارګوټي څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۹

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي پلاوي، د ولایت مقام د څارنې او ارزونې له استازي سره یوځای، د بابا صاحب په دښته کې د کډوالو او راستنېدونکو د ښارګوټي له چارو څخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت