د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د ملگرو ملتونو د مشورې دفتر له رئیس سره وکتل

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳۱ - ۱۲:۲۳
picture

۱۴۴۴/۰۹/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني، د دغه وزارت د ساختماني چارو، مسکن او زونونو پراختیا مرستیال محترم مولوي روح الله احمدي او یو شمېر مسؤلینو په شتون کې، په کابل کې د ملګرو ملتونو د مشورې دفتر (یوو، این، پي، ایس) له رئیس سره وکتل او د وزارت اړوندو ځینو پروژو په اړه یې خبرې وکړې.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست د (یوو، این، پي، ایس) دفتر رئیس او ملګري ته ښه راغلاست وویل د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د کابل جدید ښار ته د اوبو رسولو پروژې، چې د جاپان جایکا لخوا یې لګښت ورکول کېږي، په اړه یې خبرې وکړې.

له دغې لیدنې موخه دا وه چې څنګه کېدای شي د کابل جدید ښار ته د اوبو رسولو پروژه چې اومسهال ځنډېدلې ده، بېرته یې عملي چارې پیل او ګټې اخیستنې تنه وسپارل شي.

محترم شیخ حمدالله نعماني یادونه وکړه، چې یاده پروژه یوه ملي او حیاتي پروژه ده چې ګټه یې عام ولس ته رسېږي او په کابل کې د ملګرو ملتونو د مشورې دفتر له رئیس یې غوښتنه وکړه، چې یادې پروژې په بیا پیلولو کې له وزارت سره همکاري وکړي.

ورپسې په کابل کې د ملګرو ملتونو د مشورې دفتر رئیس د خپلو خبرو په دوام یادونه وکړه، چې د دوی د دفتر چارې عملاً روانې دي او کابل جدید ښار ته د اوبو رسولو پروژې په بېرته ژر پیلولو کې به د جاپان هېواد له سفارت او د جایکا ادارې له مسؤلینو سره خبرې وکړي.

تمه ده چې د ملګرو ملتونو د مشورې دفتر د استازو په همکارۍ به د جایکا ادارې مسؤلینو او د کور او ښار جوړولو وزارت مشرتابه ترمنځ یوه ناسته برابره شي، چې څنګه کېدای شي عام المنفعه او په ځانګړې توګه د کابل جدید ښار ته د اوبو رسولو پروژه بېرته ژر پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۳۴
Background image

په کابل ښار کې د ودانیزو سرغړونو د مخنیوي په موخه نظارتي بهیر دوام لري

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیقیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپل کاري پلان له مخې، د کابل ښار د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۴:۱
Background image

په پلخمري ښار کې د استوګنیزې ودانۍ د موقعیت او ښاري پلان د مطابقت ارزونه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د بغلان ولایت ریاست د ښاري سرغړونو د څارنې ټیم د پلخمري ښار اړوند، د دویمې ناحیې په ساحه کې د یوې استوګنیزې ودانۍ موقعیت له نږدې وڅېړه.

د ارزونې پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د لوګر ولایت په مرکز کې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د لوګر ولایت په مرکز کې د کارته مأمورین څخه تر عمراباد پورې د ۱۱۲۳ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.

یاده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت