د کور او ښار جوړولو سرپرست یو شمیر نیالګي کینول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۹:۳۸
نیالګي

1444/09/12

د کور او ښار جوړولو محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، د ښاري چارو مرستیال محترم شیخ مدار علي کریمي بامیاني، د ځینو ادارو رئیسانو او ځینو کارکونکو د دې وزارت په انګړ کې یو شمیر نیالګي کینول.

محترم شیخ حمدالله نعماني د نیالګیو کینولو په مهال وویل، د نیالګیو کینول د  چاپیریال زرغونتیا لپاره ډیر اړین دي. نوموړي زیاته کړه، نه تنها په دې وزارت، بلکې د ټول هېواد په کچه کولی شو چې د نیالګیو په کینولو سره خپلې سیمې زرغونې کړو او هېوادوال له ککړې هوا وژغورو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر هیله وښوده چې هېوادوال د نیالګیو په کینولو کې پراخه ونډه واخلي او په ساتنه او پالنه کې یې هم پوره ونډه واخلي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د یوه سکتوري بنسټ په توګه زرغونتیا د یوه ښه چاپیریال رامنځته کولو په موخه په خپلو ټولو پروژو کې په پام کې نیولې ده او د افغانستان د زرغونتیا لپاره هڅې کوي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د فراه ښار د عسکرآباد فرقې سړک او قلعه موزیک سیمو د بهسازۍ پلان منظور شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د فراه – د ښاري پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ.

ښاغلي وزیر، د فراه ولایت د فراه ښار د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۵۰
Background image

د ښاري پلانونو د طرحو په تړاو د چارو ادارې له استازو سره خبرې وشوې

۲۵/۱۰/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د چارو ادارې،  د ښاروالیو د انسجام ریاست د استازو، او د کور او ښار جوړولو وزارت د یو شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلان ترتیب شو

۱۴۴۷/۱۰/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د بادغیس ولایت د قلعه نو ښار د دوهمې او څلورمې ناحیو د بهسازۍ پلانونه تائید او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت