د غالیو اوبدلو ښارګوټي د بیارغولو پروژې پر څرنګوالي خبرې اترې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۹ - ۹:۵۲
picture

۱۴۴۴/۰۷/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني له اړوندو رییانو او مسؤلینو سره په ناسته کې خبرې وکړې، چې څنګه کېدای شي د غالیو اوبدلو هستوګنیز او صنعتي ښارګوټو پروژې بیا رغونه وکړي.

په ناسته کې لومړی د غالیو اوبدلو هستوګنیز او صنعتي ښارګوټو پروژې مسؤل د یادو پروژو په تړاو هر اخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې یادې پروژې له غالیو اوبدونکو څخه د حکومت د ملاتړ او همکارۍ او د دغه صنعت د ودې او پراختیا په موخه رامنځته شوي دي.

هغه وویل، د غالیو هستوګنیز او صنعتي ښارګوټي په کابل، ننګرهار، بلخ او کندوز ولایتونو کې جوړېدل، چې لومړنۍ چارې، بیخ بناء، او د انجنیرۍ چارې یې مخکې بشپړې شوې دي.

د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني یادې پروژې مهمې او ګټورې وبللې او زیاته یې کړه، چې د غالیو اوبدلو صنعت او سوداګري د هېواد مهم صادرات دي، چې په وینا یې د دې صنعت له ودې سره به افغانستان کې د بې روزګارۍ او فقر کچه راکمه شي.

نوموړي د یادو پروژو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د بیا رغولو برخه کې یې مهم او اړین ګامونه پورته کړي او په وینا یې اوسنیو شرایطو ته په کتو دې د ځمکې بیه دې تعین شي.

____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

پته: دریم مکروریان، ازادي مطبعه ته مخامخ، د کور او ښار جوړولو وزارت.

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت