په نږدې راتلونکي کې به ګڼ شمېر ترکي پانګوال، افغانستان ته د پانګونې په موخه راشي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۴:۵۵
انځور

۱۴۴۴/۰۵/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست شیخ حمدالله نعماني، د کور او ښار جوړولو برخه کې د پانګونې په موخه د ترک – افغان پانګوالو له استازو سره وکتل.

په دغه کتنه کې افغانستان کې په شته فرصتونو، اسانتیاوو، لاسته راوړنو او راتلونکو اقداماتو خبرې وشوې.

ښاغلي وزیر راغلیو پانګوالو ته په خطاب کې وویل: تاسې هغه کسان یاست چې افغانستان کې د پانګونې ترڅنګ پخواني دیپلوماتیک اړخ کې هم پاتې شوي یاست چې کولی شئ د افغانستان په اړه ترکیه کې ښه تصویر وړاندې کړئ، د دواړو هېوادونو ترمنځ کاري اړیکې پراخه کړئ او پانګوال وهڅوئ چې افغانستان کې پانګونه وکړي.

محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني یادونه وکړه، چې دمګړۍ افغانستان کې سرتاسري امنیت راغلی او د کار کولو روحیه موجوده ده.

دغه راز یې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، اوسمهال د دولت په ټوله دستګاه کې بشپړه همغږي شتون لري او د ټولو یوه خبره او یو هدف دی، چې په وینا یې د ټولو داخلي او بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې په موخه بشپړه زمینه برابره شوې ده.

شیخ حمدالله نعماني وویل: نړۍ، افغانستان یوازې پرېښی، خو هغه هېوادونه چې په دغه نسبتاً سختو شرایطو کې افغانستان سره همکاري کوي، ا.ا د دوست په سترګه ورته ګوري او د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو هغه پانګوالو ملاتړ کوي او اسانتیاوې ورته برابروي چې د کور او ښار جوړولو برخه کې پانګونه کوي.

د افغان – ترک پانګوالو د کمېټې استازو په دغه لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت له مېلمه پالنې خوښي وښوده او د مننې ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چې ترکي پانګوال به افغانستان کې د پانګونې په موخه هڅوي او ټینګار یې وکړ، چې په لنډ وخت کې به یوه جوپه ترکي پانګوال افغانستان ته راشي او په بېلا بېلو برخو کې به پانګونه وکړي.

دواړو لوریو د ترکي او افغان ساختماني انجنیرانو د تجربو شریکولو، طرحو او ډیزاینونو ترتیبولو او ځینو نورو برخو کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت