د هرات ښار د پارک جامع مسجد بیا رغونه کیږي
1444/04/22
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له خوا د پارک شهر جامع مسجد چې د دې ولایت د حج او اوقافو ریاست اړوند دی، د بیا رغونې په موخه یې اندازه ګیري وشوه.
د یاد مسجد شریف د ترمیم په موخه د هرات د حج او اوقافو ریاست کارکونکو او د یاد جامع مسجد خطیب د یوه تخنیکي استازي په شتون کې د مسجد داخل او بهر ارزونه وکړه.
په دې ارزونه کې معلومه شوه، چې د مسجد ځینې برخې پلسترکارۍ، رنګمالۍ او هنګاف ته اړتیا لري چې له بررسۍ وروسته به یې چارې پیل شي.
یاد مسجد په هرات کې یو له پخوانیو مساجدو دی چې په جوړونه کې یې د پخوانيو اسلامي هنرونو څخه کار اخستل شوی دی.