د اله سای ولسوالۍ د معلمینو ښارګوټي غصب شوې ساحه په ډاګه شوه
۱۴۴۴/۲/۲۴
د کاپیسا ولایت د ښار جوړلو او ځمکو ریاست په اله سای ولسوالۍ کې د معلمینو ښارګوټي غصب شوې ساحه په ډاګه کړه.
د کاپیسا په اله سای ولسوالۍ کې د معلمینو ښارګوټی چې څو کاله وړاندې د معلمینو لپاره ځانګړی شوی و، چې ځینې برخې یې غصب شوې وې او اوسمهال په ډاګه شوې.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت په جدي توګه د معلمینو ښارګوټي د غصب شوو برخو له ډاګه کېدو وروسته یې د غصب مخنیوی کوي او یادې برخې به بېرته راګرځوي.