د کاپيسا کوهستان دوهمې حصې ولسوالۍ په جمال اغه بازار کې د خپل سرو کورونو له جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۵:۱۲
picture

20/2/1444

د کاپيسا ولايت د ښار جوړولو او ځمکو رياست د دغه ولایت د کوهستاناتو د دوهمې حصې ولسوالۍ په جمال اغه بازار کې د خپل سرو کورونو له جوړېدو  مخنیوی وکړ، چې په پلان شوو ساحو کې جوړېدل.

د کاپیسا د ښار جوړولو او ځمکو ریاست مسؤلین وایي، هغه کسان چې غواړي په دغه بازار کې کورونه او یا هټۍ جوړې کړي، باید د طرح شوي پلان مطابق وي.

دوی وایي، هېڅکله به هغه چا ته د فعالیت اجازه ورنه کړي چې غواړي د جوړ شوي پلان خلاف کورونه او یا هټۍ جوړې کړي.

په ټوله کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت هڅې پیل کړي چې د هېواد په کچه ښارونو کې د خپل سریو او غیر قانوني کړنو مخنیوی وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت