د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تخنیکي بورډ درېیمه ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۱۲ - ۱۶:۷
pic

۱۴۴۴/۰۱/۰۴

د تخنیکي بورډ درېیمه ناسته د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر مولوي حمدالله نعماني، محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي او د دې وزارت رئیسانو او مسولینو په شتون کې جوړه شوه.

په دې ناسته کې په هغه شپږ سوه 600)) جریبه ځمکه بحث وشو چې په شپږ ولایتونو کې د هلمند نوشیروان شرکت لخوا یې غوښتنه شوې او په کې د بېلا بېلو ساختماني او تزئیني ډبرو لکه ګرانیت، مرمر، سرامیک او کاشي د پروسس او تولید فعالیت کوي.

په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایت په هغه 60 بلاکه مکروریانونو هم خبرې وشوې چې کار یې په تیر حکومت کې د بېلا بېلو ساختماني شرکتونو لخوا پیل شوی و.

د وزارت اړوند مسؤلینو د یادې پروژې د تخنیکي او حقوقي ستونزو په اړه د اسنادو په شتون کې د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر ته بشپړ معلومات وړاندې کړل.

دغه راز په یاده ناسته کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوند د مرکز او ولایتونو د پروژو او ښارګوټو په اړه هم هر اړخیزې خبرې وشوې.

د ښار جوړولو او ځمکو محترم سرپرست وزیر د دې وزارت د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه مسولینو ته لازمې لارښونې وکړې او دغه راز یې د هلمند نوشیروان شرکت د ځمکې غوښتنې په اړه یادونه وکړه، چې دوی د ماسټر پلان په داخل او صنعتي پارکونو کې د یاد شرکت د فعالیت لپاره ګنایش نشته او ښه به دا وي چې نوموړی شرکت په ادې اړه د کرنې او مالدارۍ محترم وزارت او سوداګرۍ محترم وزارت څخه غوښتنه وکړي.

د یادې ناستې په دوام د ښار جوړولو او ځمکو محترم وزیر مولوي حمدالله نعماني یوې تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارله چې د ننګرهار (۶۰) بلاکه مکروریانو په اړه ټول اسناد او مدارک وګوري، حقوقي او تخنیکي اړخونه یې وڅېړي او د کره معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به یې په تړاو لازم تصمیم ونیسي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۸:۲۰
Background image

په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۲

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۵:۴۳
Background image

په تخار ولایت کې د کډوالو د ښار ګوټي توپوګرافي سروې تر سره شوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر حافظ محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په تخار ولایت د کډوالو د ښار ګوټي لپاره توپوګرافي سره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۴:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت د ښاري پلانونو او مهاجرینو د ښارګوټي په اړه خبرې وشوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، په خپل کاري دفتر کې، د ارزګان ولایت له محترم والي الحاج مولوي عنایت ‌الله شجاع سره وکتل.

دواړو لوریو د. . .

BACK TO NEWS