د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تدارکاتي پروسه دې اسانه شي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۹:۳۰
zxfcxg

۱۴۴۳/۱۰/۱۴

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د تدارکاتو کمېټې ناسته د محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د تدارکاتو، مالي او اداري ریاستونو مسؤلینو ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د تدارکاتي پروسې په ساده کولو خبرې وشوې، لکه د ساختماني شرکتونو د پیسو ورکړې او د اړتیا وړ جنسونو برابرول، د تدارکاتي پروسې ارزول او پر دې بحث وشو چې تدارکاتي پروسه باید ساده او اسانه شي.

محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د تدارکاتي کمېټې د مسؤلینو خبرو اورېدو وروسته لارښوونه وکړه چې د تدارکاتي کمېټې ټول غړي دې په ګډه د اصولو سره سم له ځنډ پرته چارې پر مخ یوسي.

نوموړي سپارښتنه وکړه چې د کمېټې غړي دې هڅې وکړي چې وخت ضایع نه شي او ټولې چارې دې پر وخت ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ چې په یاده پروسه کې دې شفافیت، دقت او ریښتینولي په پام کې ونیول شي او هېڅ داسې عمل دې نه ترسره کېږي چې د اسلامي او ملي ګټو خلاف وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت