په لوګر ولایت کې له یو میلیون افغانیو زیات عواید راټول شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۳:۲۳
jhkuy6

۱۴۴۳/۰۹/۲۲

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د لوګر ریاست د ۱۴۰۰ لمریز کال د وروستۍ ربعې عواید یو میلیون، یو سل او نهه زره او نهه سوه اووه افغانۍ (۱۱۰۹۹۰۷) شوي دي.

دغه اندازه عواید په لوګر ولایت کې د انجنیرۍ خدماتو او د دولتي ځمکو او ملکیتونو د اجارې او کرایې له ورکړې په لاس راغلي دي.

تر دې وړاندې هم یاد ریاست د انجنیرۍ خدماتو او د ځمکو او ملکیتونو د کرایې له درکه څلور میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي وو.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له انجینري خدماتو، دولتي ځمکو او ملکیتونو او نورو خدماتو له درکه راټولېدونکي عواید په شفاف ډول راجمع کوي او د ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره زمینه برابروي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۳۸
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت ښارګوټي له ودانیزو چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار پنځمې ناحیې د سره میاشت ښارګوټي له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د تایمني تعدیلي پروژې له ساحې څخه د ښاري سرغړونو په اړه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د خپلو دوامداره نظارتي برنامو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سروبي ولسوالۍ د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانۍ د ساحې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ اړوند د نظارت، تعقیب، فرمانونو او احکامو آمریت د ودانیو د ساحې د توپوګرافي سروې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت