د استخدام پروسه دې اسانه او ساده شي او د هر نوع فساد مخنیوی دې وشي
۱۴۴۳/۰۸/۲۵
د ښا رجوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د بشري سرچینو ریاست له مسؤلینو سره وکتل او پر اړوندو موضوعاتو یې خبرې وکړې.
په سر کې د بشري سرچینو ریاست مسؤلینو د خپل ریاست د تشکیل او تحت اثر ادارو ، استخدام پروسې ، د کارکوونکو د سوانحو ، د اجراتو د ارزونې ، د اداري پراختیا څرنګوالي، د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې ، د وزارت ټول مرکزي او ولایتي تشکیل ، بستونو ، په مرکز او ولایتونو کې د برحال او کمبود کارکوونکو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو بشپړې خبرې وکړې.
د نورو موضوعاتو ترڅنګ یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل چې څنګه کولی شي د وزارت اړوند د بشري سرچینو ریاست چارې لا چټکې شي.
ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال محترم حافظ محمد امین فاروقي په اړونده برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ چې باید له خلکو او کار کوونکو سره لا ښه چلند وشي، حق حقدار ته وسپارل شي ، اسناد پر وخت اجرا شي ، د استخدام پروسې پړاونه ساده او اسانه شي، څوک ونه زورول شي او د دیني ارشاداتو مطابق اسانتیا راوستل شي او له هر نوع ژبني، قومي او مذهبي تعصب څخه په کلکه ډډه وشي.
دغه راز ښاغلي محمد امین فاروقي یادونه وکړه چې له اداري فساد سره دې کلکه مبارزه وشي او هېڅ کار کوونکی دې مراجعینو ته پلمې نه لټوي.