ښاغلی حافظ محمد امین صاحب د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه معرفي شو

it_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۱۳:۲۵
l

ښاغلی حافظ محمد امین صاحب د امیر المؤمنین شیخ الحدیث هبة الله اخند زاده حفظه الله د ۱۲۲۳/۰۷/۲۹ تاریخ د ۳۷۱ ګڼې حکم پر اساس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مالي او اداري مرستیال وټاکل شو.
په هغه مراسمو کې چې د نوموړي د معرفۍ په موخه برابر شوي و، د چارو ادارې او نظامي کمېسیون استازو هم برخه اخیستې وه او حافظ محمد امین په خپل دفتر کې د وزارت اړوندو مسؤلینو ته وروپېژندل شو.
د مراسمو په پیل کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني راغلو ګډونوالو ته په وینا کې د امیر المؤمنین حفظه الله د حکم پر اطاعات او عملي کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي مولوي حمد الله نعماني په خپلو خبرو کې د مخکیني مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج غلام غوث ناصري صاحب د فعالیت ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې په رسمي اداراتو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی چې ټول ورته ژمن دي.
ښاغلي نعماني زیاته کړه، له کله چې دی د وزیر په صفت ګمارل شوی مخکیني مالي او اداري مرستیال ورسره اوږه په اوږه کار کړی او د شته ستونزو د حل په موخه یې لازم اقدامات کړي دي.
نوموړي د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د اداري او مالي مرستیال په توګه د حافظ محمد امین ګمارنه نیک او پر ځای اقدام وباله او له الله ج څخه یې ورته په چارو کې د لا زیاتې بریا غوښتنه وکړه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې له دې وروسته به له حافظ محمد امین صاحب سره په ګډه هڅه کوي چې څنګه کېدای شي د وزارت اړوند ټولو ستونزو حل ته لازمې لارې چارې پیدا کړي.
ورپسې د چارو ادارې استازي مولوي صاحب سیف الدین وینا وکړه او د نوې ګمارنې په تړاو یې د امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده خفظه الله حکم ولوست.
دغه راز په یاده غونډه کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مخکیني مالي او اداري مرستیال الحاج غلام غوث ناصري صاحب د امیر المؤمنین حکم ته په اطاعت نوي مالي او اداري مرستیال ته مبارکي وویله او په چارو کې یې ورته د بریا غوښتنه وکړه.
غونډه د نظامي کمېسیون مسؤل مولوي عبید الله صاحب په وینا او دعائیې پای ته ورسېده چې ټولو ته یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کې د مسؤلیتونو سرته رسولو او له ملت سره په غوره چلند ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د فاریاب ولایت د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان سروې او توپوګرافي پیل شوه

۱۴۴۸/۲/۱۲

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د خواجه موسی ولسوالۍ د تفصیلي پلان د سروې او توپوګرافۍ د ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د سروې د عملي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د نوي کابل ښار په اډانه کې، د صنایع سبز  صنعتي ښارګوټي په پروژه کې د غیرپلاني ودانیزو فعالیتونو مخنیوی وشو

۱۴۴۸/۲/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت، د کیفیت کنټرول او د ښاري سرغړونو د مخنیوي محترم لوی ریاست اړوند، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست تخنیکي ټیمونو، د نوي کابل ښار د ده‌سبز سیمې په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت