د نهه دولتي تعمیرونو سکېچ کول او د نقشو رسمول بشپړ شول

it_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۴:۱۵
e

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول وروسته د سترې محکمې ودانۍ سکېچ کړه چې د مرکز ګرمۍ سیستم په کې نه و موجود.
دغه راز د یادې محکمې د سایټ د سکېچ چارې بشپړې شوې او پر دې سربېره یې د دغې محکمې د پلان سایټ ترسیم کړ چې په ټوله کې یې د یادو برخو د مهندسۍ نقشې ترتیب او بشپړې کړې.


بل پلو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا د سترې محکمې د یوې څلور پوړیزې ودانۍ د مهندسۍ نقشه، مسجد ، د یادې محکمې د اداري تعمیر او قوماندانۍ نقشه، د هستوي مرکز د عالي کمېسیون د فاضله هستوي موادو د دفن کولو، په پدوله دښته کې د پیر محمد کاکړ د لېسې لنډ سکېب ډیزاین او طرحه، او د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پروسس ودانۍ د نقشو طرحه او ډیزاین چارې روانې دي.
د مهندسۍ هغه نقشې او د انجنیرۍ شبکو سیستم طرحه چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت لخوا دولتي ودانیو ته چمتو کېږي، په لوړو معیارونو برابر او ورځنیو اړتیاوو او سټنډرډونو ته په کتو ترتیبېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم قرارداد لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د وسایطو د اغېزمن مدیریت، شفافیت او خوندیتوب د پیاوړتیا په موخه، د وزارت د موټرو د (جي، پي، ایس) تعقیبي سیسټم د نصب او فعالولو قرارداد د ( تکتاز). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د اداري کمپلکس د جوړولو پر څرنګوالي خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو مسؤلینو او انجنیرانو په ګډون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کابل نوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۳
Background image

په څلورو ولایتونو کې ۷۳۶ راستنو شویو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري د هېواد په څلورو ولایتونو کې د تیرې یکشنبې په ورځ  ۷۳۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت