د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په بدخشان کې له درې میلیون زیاتې افغانۍ عواید ترلاسه کړل
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له تحول او د سرپرست په توګه د ښاغلي مولوي حمد الله نعماني له ګمارل کېدو وروسته په مرکز او ولایتونو کې ګن شمېر لاسته راوړنې لري.
د دغه لاسته راوړنو له جملې څخه په بدخشان ولایت کې د ښار جوړولو او ځمکو ریاست ( ۳،۵۰۰۰۰۰) درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
دغه عواید په یاد ولایت کې د دولتي املاکو د په اجارې ورکولو او د انجنیرۍ برخې د هغه فعالیت پایله ده چې انجنیري خدمات یې ترسره کړې دي.
یاد عواید په شفاف ډول راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم وزیر مولوي حمد الله نعماني هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي یاد وزارت په ځان متکي او د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
ښاغلی وزیر نعماني په شفافیت، عدالت او ښې حکومتولۍ ټینګار کوي.