د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست له ملي سوداګر ښاغلي زید حیدري سره وکتل
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمدالله نعماني د خپل کار په دفتر کې له ملي سوداګر ښاغلي زید حیدري سره وکتل.
ملي سوداګر ښاغلي زید حیدري د پېروزي د هستوګنې پروژې په بېلابېلو برخو کې د خصوصي سکټور په همکارۍ2000 کورونو د جوړولو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې غواړي په اوږده موده قسطونه کې د بې کوره هېوادوالو لپاره 2000 کورونه جوړ کړي.
بیا د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وویل چې د ياد وزارت د ښاري قوانینو له مخې د کور جوړولو په برخه کې د ملي سوداګرو له پانګونې ملاتړ کوي او غواړي چې د بې کوره کېدو ستونزه راکمه کړي.