د کونړ ولایت د نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسواليو سټراټيژیک پلانونه منظور شول

Nasiri_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۸:۱۸
کونړ

د ښار جوړولو او ځمکو وزير محترم محمود کرزي له کونړ والي ښاغلي محمد اقبال سعيد، د ښاري پلانونو د جوړولو پروژې امرې اغلې الهه غفوري، د کونړ ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رئیس او د دې وزارت یو شمېر نورو چارواکیو په حضور کې د کونړ ولایت د نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسوالیو سټراټیژيک پلانونه منظور کړل.

په دې پلانونو کې استوګنیزې، زرغونې، ورزشي، فرهنګي، اداراي، سوداګریزې، صنعتي او تعلیمي سیمې او همداراز د موټرونو تم‌ځای، د پولیسو، دیني او مذهبي فعالیتونو او روغتيايي خدماتو لپاره ځانګړې سیمې په پام کې نيول شوې دي.

په دې سټراټيژيک ښاري پراختيا پلان کې اقتصادي ودې، چاپېريال ساتنې ستونزو، ابو رسولو او فاضلاب تر څنګ د یادو ولسواليو ښاري اسانتياو ته پام شوی دی.

ښاري (SDP) پلانونه د راتلونکو پنځلسو کلنو پراختيا ته په کتو جوړ شوي او له جوړولو څخه یې موخه اقتصادي ځان بسیاینه، تلپاتې ودې او زرغون ښاري چاپېريال رامنځ‌ته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت