په پنجشیر کې څه باندې ۳۶ زره جریبه څړځایونه ثبت شول
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د څړځایونو سروې، ثبت او نښه کولو په دوام، د پنجشیر ولایت اړوندو سېمو په ۲۲ قطعو کې ۳۶ زره او ۷۰۹ جریب څړځایونه سروې او ثبت کړي دي.
د څړځایونو سروې، نښه کولو او ثبت له پیله، د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې، ۵ مېلیونه او ۷۴۳ زره او ۶۵۵ جریبه څړځایونه سروې او ثبت شوي دي.