په کابل کې څه د پاسه ۵۰۰ زره غیر رسمي او غیر پلاني کورونه ثبت شول

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو د ثبت په دوام، په دې وروستیو کې ۵۰۵۶۶۶ غیر رسمي کورونه د کابل ښار په ۲۲ ناحیو او همدارنګه د میربچه کوټ په ولسوالی کې سروې او ثبت کړي دي.
یاد وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني کورونو ثبت پروسه په کابل، هرات، مزار شریف، جلال اباد، کندهار، فراه، بامیان او نیلی ښارونو کې پیل کړې او تر اوسه ۸۷۱۱۹۵ کورونه سروې او ثبت کړي دي.