په فاریاب ولایت کي د معتادینو ۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې مخ په خلاصېدو دي
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالی کې د معتادینو یو ۵۰ بستریز روغتون به ډېر ژر ګټه اخیستنې ته وسپاري.
یاد روغتون په ۱۹۹۹ متر مربع ځمکه په درې پوړو کې د عامې روغتیا وزارت د ۸۶ میلیون او ۶۰۰ زره افغانیو په مالي لګښت جوړیږي.