په لغمان کې ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
![لغمان](/sites/default/files/2021-01/stark_contrasts_in_afghanistan_-_080907-f-0168m-071.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په لغمان ولایت کې ۴۰۰ جریبه دولتي ځمکه کرنې او مالدارۍ وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د میوې او سبزي منډوي د رغولو په موخه د کرنې او مالدارۍ وزارت ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.