په میدان وردګ کې ۳۰ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه

ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، په میدان وردګ ولایت کې ۳۰ جریبه دولتي ځمکه کرنې او مالدارۍ وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې ترویجي یونټ ودانۍ رغولو په موخه کرنې وزارت ته ولېږدول شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت دولتي سکټور ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد سره، پرمختیایي پروژو پلي کېدو ته زمینه برابروي.