په ننګرهار کې ۹ جریبه دولتي ځمکه ولېږدول شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د دولتي ځمکو د لېږد په دوام، د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍ کې ۹ جریبه دولتي ځمکه پوهنې وزارت ته ولېږدوله.
یاده ځمکه په عامه او دولتي ځمکو بانک کې ثبت ده چې د څلور ښوونځیو د رغولو په موخه د پوهنې ریاست ته ولېږدول شوه.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت متقاضي ادارو ته د سپينو دولتي ځمکو لېږد له لارې د ښوونې او روزنې پروسې ته چټکتیا ورکوي او د زده کړې لپاره مناسبه فضا رامنځته کوي.