کاپيسا کې څه باندې ۶۲ زره جریبه دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه
![کاپيسا](/sites/default/files/2020-11/kapisa.jpg)
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پلې کېدو پر مهال د کاپيسا ولایت اړوندو سېمو په ۴۶۲ قطعو کې ۶۲۴۵۳ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۵۷۸۹۸جریبه دولتي سپينه ځمکه او پاتي ۴۵۵۵ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلابیلو ولسوالیو کې سروي او ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.