په سرپل کې څه باندې ۱۸۰ زره جریبه ځمکه سروې او ثبت شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو بانک برنامې د پيلي کېدو پر مهال سرپل ولایت اړوندو سېمو په ۲۳۳ قطعو کې ۱۸۳۰۵۱ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروي او ثبت کړي دي.
له دې شمېر څخه، ۱۸۲۴۴۸ جریبه دولتي سپينه ځمکه او پاتې ۶۰۳ جریبه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې د عامه ملکېتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او بیلالبیلو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.
ښار جوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ مېلیونه، ۴۳۸ زره او ۳۴۹ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې چې ۶۶۵۱ قطعې کېږي، سروې او ثبت کړي او دا وزارت ژمن دی چې د دې پروسې له لارې په هېواد کې د حکومت سترو پرمختیايي او اقتصادي پلانونو پلي کېدو ته زمینه برابره کړي.