په کندهار کې څه باندې ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت او سروې شول

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۹:۳۲
کندهار

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په کندهار ولایت کې ۳۰۸۱۵۳جریبه دولتي ځمکې او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۳۰۵۴۵۳ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۲۷۰۰ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په زابل کې مهاجرینو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش لړۍ روانه ده

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او نورمال ډول روان دی، څو مستحقو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۰:۲۹
Background image

په خوست کې راستنېدونکو مهاجرینولپاره د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د خوست ولایت مرکز اړوند د صحرا باغ سیمه کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د استوګنیزو نمرو د تثبیت او منظم وېش په موخه د ښارګوټي د خط اچونې چارې پیل شوې.

دغه ښارګوټی په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۹:۸
Background image

په ارزګان کې د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲۰

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست، مسلکي تخنیکي ټیم د مهاجرینو ښارګوټي د اصلاحي پلان د خط اچونې چارې تر سره کړې.

د یاد پلان د خط اچونه ډېری چارې بشپړې شوې او پاتې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت