په پکتیکا کې څه باندې ۲۸۰ زره جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه ثبت او سروې شول

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۲ - ۱۰:۷
پکتیکا

ښارجوړولو او ځمکو وزارت په هېواد کې د دولتي ځمکو د بانک برنامې له لارې په پکتیا ولایت کې ۲۸۰۷۰۴ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۷۴۵۹۹ جریبه ځمکه سپینه دولتي او پاتې ۶۱۰۵ جریبه ځمکه د دولتي ادارو تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې سروې او ثبت شوي دي.

ښارجوړلو او ځمکو وزارت تر دې دمه د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۶ میلیونه او ۲۵۹ زره او ۸۱۸ جریبه دولتي ملکیتونه او ځمکې سروې او ثبت کړي او ژمن دی چې د دې پروسې له لارې د حکومت اقتصادي او پراختیايي پلان جوړونې تطبیق ته زمینه مساعده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۵:۴۰
Background image

د کابل ښار د شهرنو پارک اړوند سیمو کې د ساختماني پروژو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۵
Background image

په بامیان ښار کې د سراسیاب سیمې د رغنیز پلان لپاره توپوګرافي سروې پیل شوه

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د بامیان ښاروالۍ په همغږۍ، د بامیان ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د سراسیاب سیمې د رغنیز او انکشافي پلان د ترتیب په موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

په هلمند ولایت کې مهاجرینو ته د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل شو

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

په هلمند ولایت کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د دایمي استوګنیزو نمرو د وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.

د مهاجرینو د اسانتیا او د چارو د منظم تنظیم په موخه، د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

6 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت