زابل کې د یوې روغتیايي پروژې رغنیزې چارې دوام لري
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د زبل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د CHC روغتیايي مرکز رغنیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې کړي دي.
دا ودانۍ په ۶۳۴ متر مربع ځمکه کې د ۱۹ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د روغتیايي مرکزونو، د دولتي ادارو ودانیو، لوبغالو، کتابتونونو، موزیمونو، وړکتونونو، جوماتونو او تعلیمي او تحصیلي مرکزونو په جوړولو کې رغنده رول لوبولی او د ټولګټو پروژو تطبیق د دې وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري.