پروان کې د یوې تعلیمي پروژې رغنیزې چارې پیل شوې
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د رغنیزو پروژو د تطبیق په دوام د پروان ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د یو مسلکي ۲۴ صنفي ښوونځي رغنیزې چارې پیل کړې.
دا ښوونځی په ۷۰۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړونو د ۳۷ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له پراختیايي بودیجې جوړیږي.
ښارجوړولو او ځمکو وزارت د هېواد په کچه د ټولګټو او ملي پروژو په تطبیق سره د ښاریانو او لرې پرتو سیمو خلکو په ټولنیز ژوند کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.
###