ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر په پارلماني چارو کې د دولت وزارت سرپرست وزیر او د افغانستان د کرکټ بورد له رئیس سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۱۲:۱۹
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی په پارلماني چارو کې د دولت وزارت سرپرست وزیر محترم ضیا الحق امرخیل او د افغانستان د کرکټ بورد له رئیس محترم فرهان یوسفزی سره وکتل او د نړیوال کرکټ د میدان په جوړېدو خبرې وکړې.

په سرکې، د افغانستان کرکټ بورد رئیس محترم فرهان یوسفزی کرکټ یې د افغانستان خلکو او د جلالتمآب جمهور رئیس د پام وړ موضوع وګڼله او زیاته یې کړه چې د جمهور رئیس د لارښوونې سره سم په پام کې ده چې د کابل ښار د پل محمود خان سیمې ته نږدې د کرکټ نړیوال میدان د هندوستان هېواد په مالي مرسته جوړ شي چې په دې سره به نه یواځې افغانستان کرکټ بې سارې وده وکړي بلکې افغانستان به په راتلونکي کې د نړیوالو لوبو کوربه وي. د افغانستان کرکټ بورد رئیس وویل چې د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې سره سم د دې موضوع په اړه به یوه مشخصه طرحه د اوبو، ځمکو او ښاري پراختیا په عالي شورا کې د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

همدارنګه، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت سرپرست وزیر او د افغانستان د کرکټ بورد غړی محترم ضیا الحق امرخیل د مهمو او ټولګټو پروژو د تطبیق په موخه د اړینو فرصتونو د برابرولو لپاره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت مشرتابه هڅې وستایلې او محترم محمود کرزی یې یو هېوادپاله او ملي ګټو ته ژمن شخصیت وباله. محترم ضیا الحق امرخیل، د نوي نړیوال کرکټ میدان جوړېدل یې د کرکټ د ودې لپاره یو مهم اقدام وباله او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د مشرتابه څخه یې د یاد میدان د جوړونې لپاره د پام وړ ځمکې د انتقال غوښتنه وکړه.

ورپسې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزی لویو او ټولګټو پروژو تطبیق ته لاره هوارول د دې وزارت له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې دا وزارت د کرکټ د پرمختګ او ودې لپاره هر راز همکاري ته چمتو ده.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر په پارلماني چارو کې د دولت وزارت سرپرست وزیر او د افغانستان د کرکټ بورد غړی محترم ضیا الحق امرخیل او د افغانستان کرکټ بورد رئیس محترم فرهان یوسفزي ته ډاډ ورکړ چې دا وزارت به یادې ادارې ته د ځمکې د انتقال په برخه کې له هیڅ راز همکارۍ ډډه ونکړي.

###

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۲۸
Background image

په فراه ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه د باغ پل ساحه وڅېړل شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري د فراه ښار اړوند د باغ پل ساحه تر څارنې او ارزونې لاندې ونیول شوه.

یاده ارزونه د دې لپاره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا چارې په پنځه بېلا بېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او د بنسټیزو پروژو د کیفیت او معیاري تطبیق جدي څارنه هم دوام لري

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په هڅو او د لازمو اسانتیاوو او زمینې برابرولو سره، دا مهال د نوي کابل ښار په بېلابېلو برخو کې شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنو شویو مهاجرینو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د ریګ روان په سیمه کې د راستنو شویو مهاجرینو د ښارګوټي د جوړولو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت