ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ټولګټو وزارت له سرپرست وزیر سره په کتنه کې د یاد وزارت د پروژو د استملاک چارو په ګړندیتوب ټینګار وکړ

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۳۰ - ۷:۴۸
کابل

ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د ټولګټو وزارت له سرپرست وزیر محترم یما شمس سره په کتنه کې د یاد وزارت د پروژو استملاک پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

لومړی، د ټولګټو وزارت سرپرست د دې وزارت اړوند پروژو د استملاک په برخه کې د شته ستونزو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او په دې برخه کې د همکارۍ غوښتوونکی شو.

ورپسې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ځمکوالۍ چارو مرستیال محترم ګل رحمان توتاخیل او د استملاک او بیا مېشتېدو رئیس محترم ناصر ایوبي د ټولګټو وزارت پروژو د استملاک په برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه هراړخیز معلومات ورکړل.

همدارنګه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي د حکومت ټولګټو پروژو تطبیق ته زمینه سازي د دې وزارت لومړیتوب یاد کړ زیاته یې کړه، چې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت رهبري د پروژو استملاک په برخه کې د ټولګټو وزارت او نورو متقاضي ادارو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر د ټولګټو وزارت څخه وغوښتل چې د استملاک په برخه کې خپلې ټولې شته ستونزې را برسېره او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سره دې شریک کړي څو د یادو ستونزو د حل او د پروژو د استملاک په برخه کې جدي اقدامات ترسره شي.

په همدې ډول، محترم محمود کرزي د ځمکوالۍ چارو معینیت ته هدایت ورکړ څو د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیم سره په همغږئ د ګډو فعالیتونو او د پروژو استملاک د چټکتیا په موخه دې د روانې اوونۍ تر پایه پورې د عمل یو واضح پلان ترتیب او ورستۍ کړي.

همداراز، د ځمکوالۍ چارو معینیت ته هدایت ورکړل شو څو د دې وزارت د استملاک او بیا مېشتېدو ادارې د ظرفیت لوړولو، د نویو ظرفیتونو په استخدام او د ملاتړو کوونکو او حکومتي ادارو د تخنیکي همکاریو د را جلبولو په برخه کې ډېره هڅه وکړي.

په پای کې دواړو لوریو د استملاک په برخه کې د دواړو ادارو په مسولیتونو او همداراز د مهمو پروژو د تطبیق په برخه کې په ګډ کار او د همکاریو د یوې هوکړې په لاسلیک ټینګار وکړ.

###

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۲۷
Background image

د ارزګان ولایت د هوايي ډګر د پارکینګ، دروازې او سړک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت د هوايي ډګر د شنو ساحو، د موټرو تمځای، دروازې او سړک د ساختماني چارو د پرمختګ ارزولو په موخه له اړوندې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۴:۴
Background image

د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د سړک جوړولو چارو ۴۲ سلنه پرمختګ کړی

۱۴۴۸/۵/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند انجینري ټیم د برکي برک ولسوالۍ له بازار څخه تر شیخ خېل سیمې پورې د سړک جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک د جوړولو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۰:۴۹
Background image

د ارزګان ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو د بلاک د ساختماني چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۱۴

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د یاد ولایت په زندان کې د نظامي بندیانو لپاره د جوړېدونکي بلاک د ساختماني چارو د پرمختګ او کیفیت د ارزونې په موخه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت