غزني کې له ۱۷۰ زره جريبو زياته ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۶ - ۱۳:۲۵
غزني

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک برنامې له پيل راهيسې تر اوسه په غزني ولايت کې په ۸۱ قطعو کې ۱۷۲۶۷۰ جريبه دولتي ځمکه او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې په ۱۷ قطعو کې ۱۷۱۱۳۲ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۶۴ قطعو کې ۱۵۳۸ جريبه دولتي املاک دي چې د ياد ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۶۰۹۲ قطعو کې ۵ ميلیونه ۳۹۲ زره او ۷۹۴ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، ثبت او نښه کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱۸
Background image

په لغمان ولایت کې د نفت او ګازو مدیریت د اداري ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د لغمان ولایت په اداري کمپلکس کې د نفت او ګازو مدیریت لپاره د جوړېدونکې اداري ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۱
Background image

په پنجشیر ولایت کې د مستوفیت ادارې د کمپیوټر لابراتوار او ارشیف ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مستوفیت ادارې د کمپیوټر لابراتوار او ارشیف ودانۍ، چې طرحه، ډیزاین، تخنیکي څارنه او مراقبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۹
Background image

د فراه ښار کې د ښاروالۍ د هوټل د ودانۍ له پروژې تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۹/۲۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د تخنیکي ټیم له لوري د فراه ولایت د فراه ښار د ښاروالۍ د هوټل د درې پوړیزې ودانۍ له روانو ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د ساحوي ارزونې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

4 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت