په بدخشان کې د ښځینهوو لپاره د فاتحې يو سالون ورغول شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د بدخشان ولايت په مرکز فيضاباد ښار کې د ښځينهو لپاره د فاتحې اخېستلو يو سالون تر رغولو وروسته ګټې اخېستلو ته سپارلی دی.
د دې سالون ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په يو پوړيز ډول چې يو سالون، دوه خونې، يو پخلنځای او درې تشنابونه لري، د دولت له بوديجې څخه په ۱۴ ميليونه ۸۵۴ زره افغانيو ورغول شوه.
د بدخشان ولايت په مرکز کې د دې پروژې په تطبيق سره به د ولسي خلکو هغه ستونزې لهمنځه ولاړې شي چې د ښځينهو سالون د نه موجوديت له امله ورسره مخ وو.