د ميدان وردګ د بهسودو ولسوالي اداري کمپلکس ورغول شو
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له لارې د ميدان وردګ ولايت د بهسودو ولسوالۍ اداري کمپلکس جوړولو چارې بشپړې کړې.
دا ودانۍ په ۴۹۰ متر مربع ځمکه کې په درې پوړيز ډول د دولت له انکشافي بوديجې څخه په ۱۷ ميليونه ۷۰۰ زره افغانيو ورغول شوه چې ۱۷ کاري خونې، يو د غونډو تالار، يو پخلنځای، يو ګودام او ۹ بابه تشنابونه لري.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.