د اسکان دایمي کمېټې د مهاجرینو د استوګنې د پرمختګ لپاره ناسته وکړه
۱۴۴۷/۰۹/۲۸
هېواد ته د راستانه شوو مهاجرینو د دایمي استوګنې د چارو د تنظیم او چټکتیا په موخه، د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د اسکان دایمي کمېټې ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې د کډوالو چارو، اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو، د چاپېریال ساتنې ادارې، د اوبو رسولو امارتي شرکت او د استخباراتو عمومي ریاست استازو ګډون کړی و.
په ناسته کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټو د جوړېدو په موخه د امارتي ځمکو د تشخیص او تثبیت په اړه هر اړخیز بحث وشو همداراز، په هغو ولایتونو کې چې د ټاکلي طرزالعمل له مخې د ښارګوټو لپاره امارتي ځمکې شتون نه لري، د بدیلو حللارو په اړه نظریات تبادله شول.
د ناستې په اجنډا کې د مهاجرینو لپاره د ځمکو د موقت سند فورم د ورکړې موضوع هم شامله وه، چې په اړه یې لازمې مشورې او نظرونه شریک شول، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې د ځمکو د انتقال بهیر باید چټک شي او اړوندې ادارې دې د ځمکو د انتخاب او تصفیې چارې په همغږۍ او اغېزمن ډول پر مخ یوسي.
نوموړي له ټولو اړوندو ادارو وغوښتل چې خپلې چارې ګړندۍ کړي، څو د مهاجرینو د دایمي استوګنې پروسه په منظم، چټک او مؤثر ډول تطبیق شي.
د اسکان دایمي کمېټه د بېلابېلو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ هغه ګډ چوکاټ دی چې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د استوګنې دایمي حللارې برابرولو په موخه فعالیت کوي، د دې کمېټې له لارې د ځمکو تشخیص، د ښارګوټو پلان جوړونه او د خدماتو برابرول تنظیمېږي، څو راستنېدونکو هېوادوالو ته د باعزته ژوند زمینه برابره شي.
