د زابل ولايت مقام د غونډو تالار ودانۍ جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۹:۴۶
زابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکمي برنامې له لارې د زابل ولايت د غونډو لپاره د تالار ودانۍ جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخېستنې ته يې وسپارله.

دا ودانۍ په ۷۱۲ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړيز ډول د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له‌خوا د ثبات تحکيم برنامې له لارې په ۲۹ ميليونه ۲۰۰ زره افغاني ورغول شوه.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ثبات تحکيم برنامې له پيل راهېسې تر اوسه د هېواد په ګڼو ولايتونو کې ۱۲۹ بېلابېلې دولتي اداري ودانۍ رغولي او په دې سره يې د دولتي ادارو د ظرفيت په لوړولو کې اغېزناکه ونډه اخېستې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د کابل ولایت د سروبي اقتصادي زون په اړه غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام د هدایت پر بنسټ، د پانګونې د چارو د تنظیم ریاست په مشرۍ او د ملي جامع پلان، د اقتصادي او صنعتي زونونو د پراختیا پروګرام او د املاکو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۱۰
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي د اصلاح شوي پلان تخنیکي ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت پر بنسټ، د محترم مولوي عبدالمنان حقاني، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

پکتیا ولایت کې د (جي ‌اېچ) روغتونونو د جوړېدو په پار د سروې او ځمکې د تثبیت چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۱/۲

پکتیا ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري، د ګډ ولایتي پلاوي په همغږۍ، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د لس (جي‌ اېچ) روغتونونو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت