بلخ کې له ۵۰ جريبو څخه زياته دولتي ځمکه استرداد شوه
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د استرداد په لړ کې دا ځل د بلخ ولايت په مارمل ولسوالۍ کې ۵۷ جريبه دولتي ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه کړې ده.
دا ټوټه ځمکه له څو کلونو راهېسې د ځايي زورواکانو تر شخصي استفادې لاندې وه، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په زيار ترې د معقولې او موثرې استفادې لپاره زمينه برابره شوه.
ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۵۷۴۴ جريبه دولتي ځمکه له غاصبينو خلاصه کړې او ټاکل شوې چې تر دې وروسته هم دې لړۍ ته دوام ورکړي.