د للندر بند د جايدادونو د مالکيت حق د تثبيت چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي
ښار جوړولو او ځمکو وزارت د للندر بند زيربنايي پروژې د تطبيق په دوام دا ځل د کابل ولايت د چهاراسياب ولسوالۍ په للندره دره کې د ۷۹۷ جريبه شخصي ځمکې د مالکيت حق تثبيت کړ.
د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د استملاک او ارزښتټاکنې رياست تر اوسه د للندر سيمې په ۱۶ قريو کې د ۲۶۱۳۵۱ مثمر او غير مثمر نيالګيو، د ۴۶۴۰۱ متر مربع ودانيو او د ۳۱۰۳۳ متر مربع استوګنيزو ودانيو د ديوالونو د استملاک چارې چارې بشپړې کړي دي.