د کابل په غير رسمي ښاري سیمو کې له ۴۹۰ زرو زیات کورونه سروې او ثبت شول

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۱۰:۲۵
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت برنامې په لړ کې د کابل په ۲۲مه ناحيه او مير بچه کوټ ولسوالۍ کې ۴۹۵ زره ۶۵۶ کورونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه ۴۹۱زره ۴۰ کورونه د ښار په ناحيو کې او ۴۶۱۶ کورونه په ميربچه کوټ ولسوالۍ کې سروې او ثبت شوي دي.

ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه په کابل، مزارشريف، هرات، کندهار، جلال‌اباد، فراه، باميان او نيلي ښارونو کې ۷۹۰زره ۴۴۶ کورونه سروې او ثبت کړي او تر څنګ يې پر اړمنو د ملکيت ۲۰ زره سندونه هم ويشلي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د کندهار ښار د نهمې ناحیې په مارکیټونو کې د سرغړونو د اصلاح لپاره څارنه او خبرتیا ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د کندهار ښار اړوند د نهمې ناحیې په دوو مارکیټونو کې چې پیکونه یې په عامه پلې‌لارو کې ځای پر ځای. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۵:۱۱
Background image

د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ سیمې له ښاري سرغړونو څخه څارنه او عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست په لارښوونه، د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار پنځمې ناحیې، کمپنۍ سړک، له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د کابل ښار د خواجه رواش ښارګوټي له ښاري سرغړونو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۸/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي د عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د یاد وزارت د ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د نظارت ریاست اړوند تخنیکي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

3 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت